د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كرسمس په موقع پېغام

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي مسيحي وروڼو ته د كرسمس مباركي وركولو سره وئېلي دي چې په هېواد كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د مسيحي ټولنې هڅې د ستائنې وړ دي٬مونږ د داسې ټولنې جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د رائے د اختلاف احترام وي٬د صبر او زغم ماحول وي٬ټول وګړي مساوي حقوق او موقعې ولري٬مونږ ټول په ګډه خپلو بچو لپاره يو مضبوط او خوشحال پاكستان جوړوو۔ده دا خبرې د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې وكړی۔اولس مشر ووئيل چې خپلو ټولو مسيحي وروڼو ته د كرسمس په موقع مباركي وائيو۔د يو تهوار او د دستورې نه زيات د كرسمس روح مينه وېشل او پوره انسانيت سره مينه كول دي۔اولس مشر ووئيل چې حضرت عيسٰی عليه السلام د امن٬ورورورلۍ او پوره انسانيت لپاره د محبت د پېغام تبليغ كړی٬هغه د ټولو مذهبونو منونكو لپاره قابل تعظيم دې۔اولس مشر ووئيل چې د دې هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره زمونږ د مسيحي ټولنې هڅې د ستائنې وړ دي۔زه په دې موقع د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانو ته پېرزوينه وړاندې كوم۔اولس مشر ووئيل چې د پاكستان حكومت ټولو وګړو ته د دوي د عقيدې نسل او مذهب د فرق نه بغېر د برابرۍ او مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي۔اولس مشر ووئيل چې په هېواد كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د مسيحي ټولنې هڅې د ستائنې وړ دي٬مونږ د داسې ټولنې جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د رائے د اختلاف احترام وي٬د صبر او زغم ماحول وي٬ټول وګړي مساوي حقوق او موقعې ولري٬مونږ ټول په ګډه خپلو بچو لپاره يو مضبوط او خوشحال پاكستان جوړوو۔ده ووئيل چې مونږ په خپلو مسيحي وروڼو فخر كوو

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں