اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي):وزيرِاعظم عمران خان سره د هېواد د لويو چېمبر آف کامرس صدرانو د جمعې په ورځ ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران حماد اظهر، مخدوم خسرو بختيار، د وزيراعظم خاص مرستيال عبدالرزاق داؤد، ډاکټر شهباز ګِل، د سټېټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر نه علاوه اړوند چارواكي هم موجود وو او د خزانې وزير شوکت فياض ترين د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ د ياونې وړ ده دا ملاقات د تجارت وزارت لخوا د حکومت او کاروباري ورورولۍ ترمېنځه د وړاندېزونو تبادلې او د حكومتي پاليسو نه خبرتيا زياتولو په لړ كښې شوے ۔دا خبره د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې شوې ده