باكو 31 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د باكو دورې په مهال د آذربائيجان د ژبو په پوهنتون كښې د پاكستان كلچرل سنټر پرانسته وكړه. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان او د آذربائيجان د بېلا بېلو پوهنتونونو ترمېنځه د مرستې تجويز وكړو. ده د دې خواهش څرګندونه وكړه چې د پاكستان په پوهنتونونو كښې دې داسې كلتوري مركزونه د آذربائيجان د حكومت لخوا جوړ كړل شي