حكومت مېرمنو له يو ډول موقعو وركولو له اقدامات كوي

image

اسلام آباد 26 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت مېرمنو له يو ډول موقعو وركولو له اقدامات كوي٬كه د پكستان مېرمنو له يو ډول موقعې وركړی شي نو هغوي خپل صلاحيتونه په ښه ډول كارولې شي٬د جينكو لپاره آئي سي ټي به د ډيجيټل سكلز پروګرام سره يو كولې شي٬د هېواد لرو سيمو كښې د براډ بانك رابطې سره به د روزګار نوې موقعې پیدا شي او وګړو ته به جديدې آسانۍ وركړی شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي اينډ ټېلي كميونيكېشن وزارت د سيوري لاندې د كمپيوټر كوډنګ تعليم ترلاسه كوونكو انجونو په اعزاز كښې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ټول هېواد كښې انجونو له د كمپيوټر تعليم په عملي تربيې وركولو پروګرام وستائېلو چې ورسره به هغوي پھ اقتصادي توګه مستحكمې شي۔ده ووئيل دا پروګرام به 30 زره مېرمنو له ډيجيټل تربيه وركوي كومه چې د پاكستان بېت المال په مرسته تر سره كولې شي او د آئي سي ټي سكول پروګرام څخه به 1 لك 10 زره كسان مستفيد شي۔ده د هېواد په لرو پرتو سيمو كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي وزارت رسنې په اړه كردار وستائېلو۔ده ووئيل د مېرمنو لپاره د ډيجيټل پوهې څخه خبرتيا لپاره ځينې نورې څانګې هم شته۔دا پروګرام به مېرمنو له نوې موقعې وركړي۔وزيراعظم د مېرمنو خپلواكه كولو له دا پروګرام ستائېلو سره ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده د هېواد مېرمنې د ژوند په ټولو څانګو كښې كردار ترسره كوي۔وزيراعظم ووئيل دې پروګرام له پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم په صوبو زور راوړو چې د تعليم په اړه د دې تجربو څخه استفاده وكړي۔په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل دا پروګرام به انجونو له د كمپيوټر پوهو څخه خبرتيا وركړي چې په نتيجه كښې به يې د روزګار نوې موقع ترلاسه شي۔دې ووئيل انجونو د هېواد په 144 مركزونو كښې كوډنګ كمپيوټنګ او كوچنګ كښې تربيه ترلاسه كړی۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د يونيورسل سپورټ فنډ او يو اېن ويمن ترمينځه”ليټر آف انټينټ”لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو۔وزيراعظم ډيجيټل تربيه ترلاسه كوونكو له د هواوے د اړخه 150 اليكټرانك ډېبلټس هم وركړل۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں