د حكومت د غوره پالېسو او اصلاحاتو په نتيجه كښې د هېواد معيشت پرله پسې ښه والي پلو روان دې

image
APP09-07 ISLAMABAD: May 07 – Federal Minister for Finance Mifta Ismail addressing the "International Investment Conference" in a local hotel. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي﴾د خزانې وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې د حكومت ښه پالېسو او اصلاحاتو په نتيجه كښې د هېواد معيشت پرله پسې ښه والي پلو روان دې٬ د نجي څانګې ښه كردار سره د پرمختګ عمل تند شوې او په سرمايه كارو كښې د تحفظ احساس پیدا شوې٬كوم به چې د پالېسو تسلسل په سوب په سباؤن كښې هم دغسې وي۔ ده د ګل په ورځ د سرمايه كارۍ بورډ او جنګ ډلې پھ مرسته سرمايه كاري كنفرنس ته خطاب كولو۔د كنفرنس سرخط”شرح نمو تر 9 فيصده رسول”و۔په دې موقع د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن او دوهم وزير نعيم زميندار هم خطاب وكړو۔ د خزانې وزير په خپل خطاب كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت معاشي كاركردګي٬د معيشت لپاره شوې اقدامات په ټېكس كښې كمې او مراعات رامخې ته كړل۔ ده ووئيل چې زمونږ په دور كښې معيشت ښه شوې او د جي ډي پي شرح نمو تر 5.8 فيصد رسېدلې دغسې غريبۍ ختمولو او روزګار وركولو له تندرفتاره نمو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې د پرمختګ صلاحيت شته۔ ده ووئيل د وزيراعظم اقتصادي اصلاحاتو سكيم ترمخه پھ ټېكس كښې رعاياتونه وركړې شوي۔ده وئيل پاكستان به تر 2025 لويې معيشتونو كښې شامل شي۔ده ووئيل حكومت هېواد كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه كوي۔د دې څخه وړاندې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن او دوهم وزير په هېواد كښې د سرمايه كارۍ صورتحال په اړه پريزنټېشن وركړو

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں