د راروانو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد او پنډۍ په شمول پورته پنجاب، خېبر پختونخوا، فاټا، ګلګت بلتستان ٬ کشمیر ٬ ژوب او كوئټه ډويژن كښې طوفان او پړق پړوق سره د باران امكان دے۔ د موسمياتو څانګه

image

اسلام آباد ۔17مئی (اے پی پی)د موسمياتو څانګې ترمخه د راروانو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد او پنډۍ په شمول ګوجرانواله ٬ سرګودھا ډويژن ٬ خېبر پختونخوا، فاټا، ګلګت بلتستان ٬ کشمیر ٬ ژوب او كوئټه ډويژن كښې په ځينو سيمو كښې طوفان او پړق پړوق سره د باران امكان دے۔ د هېواد په زياتره منځنيو سوئيلي سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي۔ د تېرو 24 ساعتونو پعه مهال د اسلام آباد په شمول پورته پنجاب ٬ خېبر پختونخوا، فاټا او زیارت كښې په ځينو سيمو كښې د باران ورېدو څخه وروستو موسم ښه شوې۔ د هېواد په نورو سيمو كښې موسم ګرم او خشك پاتے شو۔ تر ټولو زيات باران د پنجاب په ټوبه ټېك سنګ كښې 10 ٬ قصور كښې 04، فېصل آباد كښې 02، د خېبرپختونخوا کالام سيمه كښې 11، دیر 10، بالاکوټ، رسالپور، كوز دیر 06، پاراچنار 05، میرکھانی03، کاکول، کوهاټ 02، د کشمیر ګړھی دوپټ او مظفرآباد كښې03 ملی میټره ريكارډ كړې شو۔ تېره شپه تر ټولو زياته ګرمي سبي كښې وه چرته چې درجه حرارت 45 او تربت، مټھی، چھور، پډعیدن او حېدرآباد كښې 44 ډګری سېنټی ګرېډ ریکارډ كړې شو۔

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں