قومي اسمبلۍ كښې امريكائي سكول كښې د ډزو پېښې غندنه ٬ په متفقه قرارداد كښې د پاكستانۍ زده كوؤنكې سبيكا شېخ په شهادت د غم دړد څرګندونه

image

اسلام آباد ۔24مئی (اے پی پی) قومي اسمبلۍ كښې امريكائي سكول كښې د ډزو پېښې غندنې سره دا د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه پېښه ګرځولې شوې او د متفقه قرارداد د لارې د پاكستانۍ طالبعلمې سبيكا شېخ په شهادت ددې كورنۍ سره د غم دړد څرګندونه شوې۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند غړې شازیھ مری قرارداد وړاندې كړو چې امريكائي سكول كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې د لس زده كوؤنكو قيمتي ځانونه ضائع شوي كومو كښې چې يوه پاكستانۍ زده كوؤنكې هم شهيد شوې۔ په دې دا ايوان د افسوس څرګندونه كوي او د ارواښادې په غم دړد كښې ټول قام يو برابر شريك دے۔ دا ايوان دا پېښه د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه پېښه ګرځوي۔ قامي اسمبلۍ د قرارداد منظوري وركړه۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں