ټول ټاكنو كښې تاخير به زغملې نه شي۔ دې سره به سياسي بې چېني سوا شي۔ سناتور يعقوب ناصر

image

اسلام آباد ۔02 جون (اے پی پی) د پاكستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د سېنېټ غړي یعقوب خان ناصر وئيلي ټول ټاكنو كښې تاخير به زغملې نه شي۔ د خالي په ورځ خپله يوه مركه كښې ده ووئيل د ټول ټاكنو د شېډول لمخې كول ضروري دي۔ دې كښې وروستو والي سره به سياسي بې چېني سوا شي۔ ده ووئيل زمونږ ګوند د عبوري وزيراعظم جسټس(ر) ناصرالملک په مشرتابه باور لري او هيله لري چې دده په نګرانۍ كښې به آزادې ٬ بې پرې او سپېځلې ټاكنې كېدل باوري كړې شي۔ ده د جمهوري دور 5 كلونو په موده ترسره كېدو اولس ته مباركي وركړه او هيله له ئې ولرله چې هېواد كښې د جمهوريت تسلسل به دغسې روان وي۔ ده هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له د جمهوري قوتونو يو والي په حاجت زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں