لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره د جاپان سفير تاكاشي كورائي ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 13 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملک جاپاني كمپنيو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ غوره چاپېرچل څخه د استفادې كولو بلنه وركړې۔ ده دا خبره پاكستان كښې د جاپان سفير تاكاشي كورائي سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ جاپانی سفیر د وزیراعظم شنزو ایبے د نېكو هيلو پېغام وزيراعظم ته وركولو سره ووئيل جاپان پاكستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني حكومت او اولس هڅې وستائلې۔ ده د پاكستان د اقتصادي بحالۍ او نمو كښې د زياتوالي هم ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ناصر الملک ووئيل پاكستان جاپان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده جاپاني كمپنيو ته پاكستان كښې د سرمايه كار دوست چاپېرچل څخه داستفادې كولو بلنه وركړه۔ وزیراعظم ووئيل دا وخت دے چې پاكستان كښې د امنيتي وضعې په اړه تاثر بدل كړې شي۔ وزیراعظم جاپانی همڅنګ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستانې اولس د ده دورې ته سترګې په لار دے

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں