په پاك افغان پوله د پاكستان او افغانستان ځواكونو يو بل ته د اختر مباركي وركړه

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) په پاك افغان پوله د پاكستان او افغانستان ځواكونو يو بل ته د اختر مباركي وركړه۔ د پاكستان او افغانستان ځواكونو د وړوكي اختر پھ موقع د خېر سګالې د جذبې له مخې په پاك افغان پوله د خوږو او ګلونو تبادله وكړه۔ د خېبر رائفلز كمانډر د الېون كور كمانډ او د خېبر پښتونخوا د فرنټيئر كور آئي جي لخوا په طورخم په افغان پوله د پوليسو كمانډر ته ګلدسته وركړه او په افغانستان كښې امن او خوشحالې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د دې په ځواب كښې د افغانستان د پولې ساتونكي ځواك لېفټېننټ كرنل صادق هم پاكستان لپاره د هم داسې جذباتو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں