د وګړو روزګار موقعې زياتولو لپاره بايد بهر هېوادونو په خاص توګه خليجي منطقه كښې حكومتونو او اړوندو څانګو سره روابط جوړ كړې شي۔ لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك

image

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیر اعظم جسټس (ر) ناصر الملك سمندر پورې پاكستانيانو او د بشري وسائلو پرمختګ وزات ته امر كړې چې د پاكستانو وګړو زوګار موقعې زياتولو لپاره بايد بهر هېوادونو په خاص توګه خليجي منطقه كښې حكومتونو او اړوندو څانګو سره روابط جوړ كړې شي۔ وزيراعظم دا امر د زيارت په ورځ د او پي اېف وزارت د چارو په اړه د بريفنګ مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ د بريفنګ په مهال وفاقي وزیر محمد اعظم خان، د او پي اېف سېكتر ډاکټر محمد هاشم پوپلز ئۍ، د قامي صنعتي اړيكو كمېسون چیئرمېن جسټس (ر) شاکر اللہ جان او د وزارت لوړ پورو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د او پي اېف سېكتر ډاکټر محمد هاشم پوپلزئۍ د وزارت او د ذيلي څانګو د كاركردګۍ او كاميابو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د كال 2013 نه تر كال 2018 موده كښې د ترلاسه شوو كاميابو په اړه ده ووئيل د 25 پرمختيائي منصوبو بشپړېدو نه علاوه د هېواد په بېلا بېلو صنعتونو كښې د كار كوٶنكو خواري كښو ښګړې لپاره 30082 د ودونو ګرانټ ٬ 6683 ډېتھ ګرانټس،62981 وظيفې او 447194 پنشنز وركړې شوې ۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو ښګړې لپاره 5884 تاركين وطن ته د مرګ او معذورۍ ګرانټس ٬ 4953 ورکرز ته بيړنۍ مرسته وركولو او د 5619 كسانو ګېلې ختمې كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول كارمندانو او سمندر پور پاكستانيانو ښګړې لپاره ګرد هېواد كښې 24 تعليمي ادارې كار كوي٬ د دې نه علاوه د استوګنې او صحت آسانۍ هم وركولې شي۔ صوبو ته د اختياراتو منتقل كېدو څخه په پېدا شوې مسئله هم غور روان دے۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د كال 2009 نه تر كال 2018 په مهال هنرمند او د غېر هنر منده افرادي قوت په توګه 10.2 مېليونه سمندر پورې پاكسانيان بهر هېوادونو په خاص توګه خليجي هېواادونو ته لېږلې شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں