د اطلاعاتو٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لنډمهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر د چلډرن فري سمر كلب پرانستې نه پس ماشومانو ليدنه

image
APP06-03 ISLAMABAD: Jul 03 – Federal Minister for IBNH&LH Syed Ali Zafar in a group photo during the inauguration of Children Free Summer Book Club at National Book Foundation. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لنډمهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر په بك فاٶنډېشن كښې د چلډرن فري سمر كلب پرانستې نه پس ماشومانو سره ليدنه وكړه٬ په زمكه ناستې سره ئې ماشومانو سره خبرې وكړې٬ ماشومانو د وفاقي وزير مننه وكړه۔ د اطلاعاتو٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لنډمهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر د نهې په ورځ په نېشنل بك فاٶنډېشن كښې د چلډرن فري سمر كلب پرانستې نه پس د سټېج نه كوز شو او ماشومانو سره په زمكه كېښناستو او دوي سره ېې خبرې وكړې۔ يو ماشوم د وفاقي وزير دستورې ته په راتګ او د تعليم په لړ كښې په تفصيلي خبرو مننه وكړه نو په دې وفاقي وزير په خندا شو او وې وئيل چې تاسو ټول ماشومانو زمونږ روښانه سباٶن ئې۔ په دې موقع وفاقي وزير ټولو ماشومانو سره لاس ملاٶ كړو دوي نه رخصت شو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں