قبائيلي سيمو كښې د معدنياتو نه ګټه پورته كولو لپاره اولسي نمائندګانو له فعاله كردار لوبول پكار دي

image

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې حكومت به د قبائيلي سيمو معدنيات ترلاسه كولو لپاره ټولې ممكنه ذريعې پكار راولي٬ دغسې چې د قبائيلي اولس د ژوند معيار لا ښه كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د پخواني پارلماني سېكتر محمد نذیر خان په مشرۍ كښې قبائيلي پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل قبائيلي سيمو كښې د معدنياتو نه ګټه پورته كولو لپاره اولسي نمائندګانو له فعاله كردار لوبول پكار دي دغسې چې قامي وسائلو څخه د ترلاسه شوې آمدنۍ په مرسته د اولس د ژوند معيار لا ښه جګ كړې شي۔ اولس مشر د دې توقع څرګندونه وكړه چې د كرم تنګي بند جوړېدو سره به په منقه كښې د ترمختګ رفتار تند شي٬ په دې لړ كښې بايد اولس له د حكومت بشپړه مرسته وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د سيمه ايزو مسئلو د هواري په لړ كښې به ايوان صدر خپل كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں