د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د استحكام پاكستان كنونشن ته وېنا

image

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان خان وئيلي دي چې مونږ هغه پاكستان جوړول غواړو چرته چې انصاف او انسانيت وي٬ اقتدار ته راتللو سره به په درې مياشتو كښې دننه د چوهدري رحمت علي جسد د برتانيې څخه پاكستان ته راوړو او پوره اعزاز سره به ئې په شكرپړيا كښې دفن كوو او په دې لړ كښې ګجر برادرې سره يادښت هم لاسليك شوے۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې استحكام پاكستان كنونشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع چوهدري اشرف ګجر٬ د اېن اے 130 لاهور څخه د شفقت محمود هم وېنا وكړه۔ عمران خان ووئيل چې ثابته به كړم چې په هېواد كښې څنګه د كمزورې طبقې مرسته كېدے شي٬ بايد ټولو وړو طبقو ته انصاف ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې مونږ هغه پاكستان جوړول غواړو چرته چې انصاف او انسانيت وي۔ ده په مسلم ليګ ﴿ن﴾ تنقيد كولو سره ووئيل چې په لاهور ئې نيم بجټ لګولې او نورې سيمې پاتې شوې دي خو پي ټي آئي به داسې بجټ جوړوي چې پېسه هلته خرڅ كړې شي كوم ځائ چې په پرمختګ كښې پاتې شوې وي۔ بايد د مېرټ نظام وي۔ ده ووئيل چې اقتدار ته راتللو سره به اېن اېف سي ايوارډ د انصاف په بنياد وېشلې شي او پاتې سيمو ته به ډېره برخه وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں