متحده عرب اماراتو په مستونګ او بنو كښې په انتخابي لاريونونو د بريدونو غندنه وكړه

image

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) متحده عرب اماراتو په مستونګ او بنو كښې په انتخابي لاريونونو د بريدونو غندنه كړې په كومو كښې چې لوي ځاني زيان شوے۔ د متحده عرب اماراتو د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې د ترهګرې د دواړو پېښو غندنه شوې او د هر ډول ترهګرې په ضد د متحده عرب اماراتو د دريځ څرګندونه شوې۔ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې متحده عرب امارات د ترهګرې په ضد پاكستان او پاكستاني قوم سره ولاړ دي او د نړيوالې ټولنې نه د ترهګرې په ضد د شريكو هڅو غوښتنه كوي۔ د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت پاكستاني حكومت او په چاودنو كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې۔

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں