د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لنډ مهاله وفاقي وزيرې اعلی وزير حفيظ الرحمن څخه د كوچنيانو د سكول سوزول كېدو پېښې په اړه تفيصلات وغوښتل

image

اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لنډ مهاله وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچه د ګلګت بلتستان اعلی وزير حفيظ الرحمن سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده څخه ئې چيلاس كښې د انجونو سكول سوزول كېدو پېښې په اړه تفيصلات وغوښتل۔ اعلی وزير وفاقي وزيره د پېښې په اړه په تحقيقاتو كښې تر دې دمه شوي پېشرف څخه خبر كړه۔ وفاقي وزيرې د پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل انجونې د زده كړو اسانيو څخه محرومې ساتل او د سكونو د سوزولو هڅې په هېڅ ډول د قبولولو نه دي۔ وفاقی وزیرې پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد د قانون ترمخه د سختې كارروائۍ باوري كولو هدايت وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں