هندي هائي كمشنر اجے بساريا عمران خان سره وليدل٬ په ټول ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي

image
APP56-10 ISLAMABAD: August 10 - Indian High Commissioner Ajay Bisaria presenting a cricket bat signed by the Indian cricket team to Pakistan Tehreek-e-Insaaf Chief Imran Khan after a meeting at his Banni Gala residence to greet him on success of his party that emerged as the single largest party in the 2018 general election. APP

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)په پاكستان كښې د هند هائي كمشنر اجے بساريا د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان سره د هغه په استوګنه بني ګاله كښې ليدلې دي او هغه ته يې په 2018 ټولټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړې۔د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښودې شيري مزار په خپل ټويټر پېغام كښې ووئيل عمران خان د كشمير مسئلې پشمول په ټولو هوارونكو مسئلو د پاكستان او هند ترمينځه د خبرو اترو د بيا پېل كولو په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو د تشويش څرګندونه وكړه۔شيري مزاري كومه چې د ملاقات په مهال موجود وه ووئېل عمران خان دا هيله لرلې چې د سارك مشرانو غونډه به ډېر زر اسلام آباد كښې كېږي۔هندي هائي كمشنر ووئيل د مودي عمران خان ته ټېليفون كولو سره په هند كښې د مثبت دور پېل كېدو اميد پېدا شوې او هيله لرم پاكستان سره به اړيكې په زړه پورې حد ته ورسي۔د پاكستان تحريك انصاف لخوا جاري شوي بيان له مخې د هند هائي كمشنر هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو مثبت دور پېل شوې۔وزيراعظم نريندر مودي هم عمران خان سره په ټېليفون د شويو خبرو اترو په مهال عمران خان لپاره د نيكو هيلوڅرګندونه كړې وه او وئېلې وو هند د پاكستان سره د اړيكو نوې دور پېل كولو لپاره چمتو دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں