د 1965 جنګ اتل ٬ د پوځي مقبول د جنازې لمونځ چكلاله ګيريژن كښې ادا كړې شو

image

پینډي 29 اګست (اے پی پی) د 1965 د جنګ اتل پوځي مقبول د جنازې لمونځ په چكلاله ګيريژن كښې ادا كړې شو۔د جنازې په لمونځ كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬پوځي افسرانو او د ځوانانو په لويه شمېره ګډون كولو۔د آئي اېس پي له مخې ارواښاد د آزاد كشمير په تراړ كهل سيمه نيرياں كلي كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د 1965 د جنګ غازي او تر ځينې كلونو د هند په زندان كښې تكليفونه زغمولو سره د پاك پوځ عسكر مقبول حسېن تېره ورځ په حق رسېدلې ؤ ۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد د پوځي مقبول حسېن په مړينه د هغه كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔(

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں