سپيكر اسد قېصر سره د جاپان پارلمان كښې د پاكستان جاپان فرېنډ شپ ډلې مشر سشیرو ایټوکی وليدل

image

اسلام آباد ۔ 5 ستمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د جاپان پارلمان كښې د پاكستان جاپان فرېنډشپ ډلې مشر سشیرو ایټو د شورؤ په ورځ ليدلې دي ۔ده سره 6 كسيزه پارلماني پلاوې هم ؤ۔ ملاقات كښی په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان جاپان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دا لا پراخا كول غواړي۔ سبېكر اسد قېصر ووئيل پاكستان او جاپان نزدو اړيكو او د دوه اړخيزه تجارت په شمول مهمو څانګو كښې خپلو رابطو ته وده وركولو له هڅې كوي۔ د دواړو هېوادونو فرېنډ شپ ډله به زر تر زره فعاله كړې شي دغسې چې دوه اړخيزه پارلماني رابطو ته وده وركړې شي۔ سشیرو ایټو اسد قیصر ته د سپيكر په حېث د ذمه وارو په سنبھالولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل د پاکستان او جاپان ترمينځھ فرېنډشپ ډله لا فعاله كولو له به دواړو هېوادونو له خپلې اړيكې لا پراخا كول وي۔ د معاشي ٬ اقتصادي پرمختګ ودې له به جاپان پاكستان سره مرسته جاري ساتي۔ ده ووئيل جاپان به پاكستان كښی د تعليم او توان په شمول ټولو څانګو كښې د خپل اړخه ممكنه مرسته زياته كړي

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں