د اسلام آباد نوي هوائي مېدان په بيړه پرانستې سره په ابتدائي توګه ځېنې ستونزې رامخې شوې وې كومې چې اوس لرې كولې شي

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر علی محمد خان وئيلي دي د اسلام آباد نوي هوائي مېدان په بيړه پرانستې سره په ابتدائي توګه ځېنې ستونزې رامخې شوې وې كومې چې اوس لرې كولې شي٬ په غسل خانو كښې د سنسرز الات لګېدلي٬ ځينې مسافر د ھغې په كارولو نه پوهېږي٬ په مېنول آلاتو لګولو غور كېدې شي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سناتور محسن عزيز د پام ګرځونې د نوټس په ځواب علي محمد خان ووئيل د اسلام آباد نوې هوائي مېدان په كلنه توګه د 90 زره مسافرو صلاحيت لري كوم چې په 2 لكه مربع ميټره جوړ دے ٬ دهخ ووئېل په باته رومز كښې د سنسرز الات لګېدلي٬ ځينې مسافر د ھغې په استعمال نه پوهېږي٬ په مېنول آلاتو لګولو غور كېدې شي ځكھ جې تر يو كال ټهېكدار د مرمت ذمه وار دے۔ ده ووئېل هوائي مېدان ته د اوبو راتللو د معاملې سترې محكمې پرېكړه كښې احكامات جاري كړي٬ زر پرانسته كولو سره ځېنې ستونزې رامخې ته شوې ھغه هواروٶ٬ ده ووئېل د نړيوال معيار له مخئ به په هوائي مېدان مسافر په ټاكلې وخت كښې دننه فارغولې شي كوم درې انكوائري راپورونه چې جوړ شوې په ھغې به عمل كوٶ۔ د دې نه وړاندې سناتور محسن عزيز پام راګرځولو سره ووئيل ټهېكدار روپی اخستې او تللې او په هوائي مېدان آسانۍ بشپړې شوي نه دي٬ده ووئېل خاص كمېټي دې جوړه كړې شي چې د اسانيو جاج واخلي او راپور وړاندې كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں