د پاكستان او روسيې ترمېنځه نېغ په نېغه د بېنكارې اسانيې باوري كولې شي۔ د روسيې سفير

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او روسيې ترمېنځه نېغ په نېغه د بېنكارې اسانيې باوري كولې شي٬ دې سره به د دواړو هېوادونو په شريك تجارت كښې ريكارډ اضافه وشي۔دا خبرې په پاكستان كښې د روسيې سفير الېكس يووېچ ډيډوف كاروبارې ټولنې سره د يو ملاقات په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د تېرو دريو كلونو په مهال د پاكستان او روسيې په دوه اړخيزه تجارت كښې د 111 مليونه ډالرو اضافه شوې او شريك تجارت 442 مليونه ډالرو ته رسېدلې۔ ده ووئيل چې په دواړو هېوادونو كښې نېغ په نېغه بېنكارې سره په دې تجارت كښې ريكارډ اضافه كېدې شي۔ ده ووئيل چې د نويو منډيو لټون سره به د پاكستان برآمدات وده وكړي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں