د پرائم منسټر سيټزن پورټل جوړولو نه پس په 24 ورځو كښې د پاكستان يو اے اي٬سعودي عرب٬برتانيه٬قطر او د عمان پشمول په نورو هېوادونو كښې 4 لكه 54 زره 994 ايپليكشنز ډاؤنلوډ كړې شوي

image
APP35-22 ISLAMABAD: November 22 - Special Assistant to Prime Minister Iftikhar Durrani addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي چارو خاص مرستيال افتخار دراني وئېلي دي د پرائم منسټر سيټزن پورټل جوړولو نه پس په 24 ورځو كښې د پاكستان يو اے اي٬سعودي عرب٬برتانيه٬قطر او د عمان پشمول په نورو هېوادونو كښې 4 لكه 54 زره 994 ايپليكشنز ډاؤنلوډ كړې شوي ٬په سيټزن پورټل د رجسټرډ سركاري ادارو شمېره 4995 ده٬ 1 لك 71 زره ګېلې په پورټل راغلې دي چې پكښې 16 زره 770 لرې كړی شوي ٬پاتې ګېلې اړوندو صوبو او د ضلعو ادارو ته منتقل كړې شوي ٬ 5 زره 547 ګېلو كوونكو د معاملې په حل كېدو فيډ بيك هم وركړې٬د شكاياتو څارنه د وزيراعظم دفتر پخپله كوي٬سندھ او بلوچستان سره هم په پورټل فعاله كردار ترسره كولو لپاره د چيف سېكترانو په كچه خبرې روانې دي۔د زيارت په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني ووئيل د پرائم منسټر سيټزن پورټل د اجراﺀ نه پس د پاكستان پشمول د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې اوسېدونكو پاكستانيانو په لويه شمېره سيټزن پورټل ايپليكېشن ډاؤنلوډ كړی۔په مجموعي توګه په ډاؤنلوډ كوونكو كښې 94 فيصده سړي او 6 فيصده مېرمنې شاملې دي۔ ده ووئېل په ډاؤنلوډ كوونكو كښې زده كوونكي٬پرائيوېټ كار كوونكي٬سوشل وركرز او خبريالان هم شامل دي۔ده ووئيل په پورټل په ترلاسه شوو شكاياتو كښې 21 زره 174 د پالېسۍ چارو تجويزونو او پروسيجر په اړه وو۔تر ټولو نه زيات د ميونسپل سروسز٬واټر كنكشن او د تجاويزاتو په اړه وو ٬ د كومو شمېره چې 23 زره 78 ده چېې پكښې 1994 حل كړی شوي۔ افتخار دورانې ووئېل په دوهم لمبر 12 زره 613 شكايات د تعليم محكمې په اړه وو٬د توان څانګې په اړه 9505 شكايات راغلي چې پكښې 6 زره 303 په سمدستي توګه حل كړی شوي ٬ ده ووئېل د امن او امان٬انټي كرپشن٬پوليس٬ټرفېك پوليس څانګې په اړه شكايات 6 زره 129 او د سمندر پورې پاكستانيانو شكايات 4 زره 527 وو۔ده مېډيا ته خواست وكړو چې په دې لړ كښې د اولس خبرولو لپاره بشپړه كردار ترسره كړې۔ده ووئيل پورټل په انګريزي او اردو ژبه كښې دے۔په دې د برېښنا ليك٬د غږېكدونكي پېغام٬ليكل شوي پیغام او د ټال فري لمبر د لارې شكايات درج كېدې شي۔د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني ووئيل د خواست ترلاسه كېدو نه پس ټريكننګ لمبر جاري كولې شي او د ټريكننګ لمبر نه پس د وزيراعظم دفتر په خپله څارنه كوي او د مسئلې حل كېدو نه پس خواست

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں