په كراچې كښې په چينائي قونصلګرۍ د بريد هڅه شنډه كړې شوه٬ دوه پوليس اهلكار شهيدان٬ 3 ترهګر ووژل شول

image

كراچې 23 نومبر (اے پي پي) د كراچې په كلفټن سيمه كښې د چين قونصلګرۍ ته سهار نهه نيمې بجې درې ترهګرو د ننوتلو هڅه وكړه او امنيتي ځواكونو چې كله هغوي اودرول نو بريد كوونكو ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې 2 پوليس اهلكار شهيدان او يو امنيتي اهلكار ژوبل شو۔ په ځوابي ډزو كښې درې واړه بريد كوونكي وژلې شوي ۔ د بريد كوونكو د قبضې څخه ځانمرګي واسكټونه او وسله ترلاسه كړې شوې۔ د پوليس له مخې د قونصلګرۍ د چين ټوله عمله محفوظ ده او په صورتحال قابو موندلې شوې۔ د كراچې پوليس مشر ډاكټر امير شېخ له مخې سهار نهه نيمې بجې درې ترهګرو د چين قونصلګرۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه٬ خو چې كله ساتونكو هڅه ايسار كړه نو دوي ډزې وكړې۔ د دې په ځواب كښې د قونصلېټ ساتونكو اهلكارو ځوابي ډزې وكړې۔ په دې مهال د چاودنې غږ هم اورېدل شوې۔ د پوليس مشر له مخې په امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره بريد كوونكي وژلې او د هغوي د قبضې څخه ئې ځانمرګي واسكټونه٬ وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه كړي۔ د كراچې پوليس مشر له مخې بريد كوونكي په ګاډي كښې راغلي وو٬ كومو چې ګاډې لږ لرې اودرولو او بيا ئې قونصلګرۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه خو قونصل كمپاؤنډ ته داخل نه شول۔ د پوليس مشر له مخې د بم ډسپوزل سكواډ لخوا په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړې شوي ۔ بم ډسپوزل سكواډ د ترهګرو څخه ترلاسه شوي چاودېدونكي توكي شنډ كړي دي۔ چارواكو په پېښه كښې د دوه پوليس اهلكارو د شهادت تصديق كړے دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں