حکومت معیشت پخپلو پښو اودرولو لپاره كوتلې ګامونه پورته كوي

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خزانې وزیر اسد عمر وئيلي دي حکومت د هېواد معیشت پخپلو پښو اودرولو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬ برآمدات زياتولو لپاره سوداګر او كروندګرو مضبوطوٶ٬ د حكومت سل ورځنۍ كاركردګي د اطمينان وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ اسد عمر ووئيل حکومت معیشت پخپلو پښو اودرولو لپاره كوتلې ګامونه پورته كوي٬ ده ووئيل د ملازمتونو موقعو كښې اضافې لپاره پاليسي به ډېر زر اعلان كړې شي۔ ده ووئيل حكومت په سل ورځو كښې رېكارډ كار كړې چې په تېر وخت كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د ھغه ادارو نجكاري روانه ده كومې چې د ستراتېژك اهميت وړ نه دي٬ سټيل ملز او پي آئي اے په خپلو پښو اودرولو لپاره د نجكارۍ د فهرست نه لرې كړې شوې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں