د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاكستان نيوي انجينئرنګ كالج 30م كانووكېشن ته خطاب

image
APP25-21 KARACHI: December 21 - President Dr. Arif Alvi addressing the 30th convocation of PNEC NUST at Bahria Auditorium. APP

كراچۍ 21 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د انساني عقل او د مصنوعي ذهانت امتزاج د اوسني وخت مهم ضرورت دې٬بايد زده كونكي په ټولنه كښې بهترۍ لپاره خپل كردار ترسره كړي٬پاكستان نيوي انجينئرنګ كالج د لوړ معيار تعليم وركړې د لارې لويې خذمات ترسره كوي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د د پاكستان نيوي انجينئرنګ كالج 30م كانووكېشن ته د خاص مېلما په توګه په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې چيف آف دي نيول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي هم ګډون وكړو۔د پاك بحريه لخوا جاري شوي بيان له مخې په كانوكېشن كښې 339 زده كونكو ته سندونه وركړی شول٬درې زده كونكو ته د پي اېچ ډي ډګرۍ وركړې شوې۔په دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې بايد زده كونكي په ټولنه كښې بهترۍ لپاره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل چې د انساني عقل او د مصنوعي ذهانت امتزاج د اوسني وخت مهم ضرورت دې٬بايد زده كونكي په ټولنه كښې بهترۍ لپاره خپل كردار ترسره كړي٬پاكستان نيوي انجينئرنګ كالج د لوړ معيار تعليم وركړې د لارې لويې خذمات ترسره كوي۔اولس مشر ووئيل چې ګريجوېشن كونكي زده كونكي د مباركۍ حق دار دي٬د نيوي انجينئرنګ كالج كاميابو ډېر متاثره كړم۔ده ووئيل چې په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې د تحقيق څانګه ډېراهميت لري٬وخت تېرېدو سره سره د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې پرمختګ شوې٬مونږ ته به هم د تحقيق او پرمختګ څانګې ته خاص پام كول وي چې دغسې د اوسني وخت د چېلنجونو په ښه ډول مقابله وكړې شو

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں