حکومت به د معیشت بهترۍ او د صنعتي څانګې پرمKتګ لپاره په جنوري كال 2019 كښې په وړاندې كېدونكي مني بجټ كښې ټېرف ډهانچے او په كسټم ډيوټۍ نظرثاني كوي

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي چې حکومت به د معیشت بهترۍ او د صنعتي څانګې پرمكتګ لپاره په جنوري كال 2019 كښې په وړاندې كېدونكي مني بجټ كښې ټېرف ډهانچے او په كسټم ډيوټۍ نظرثاني كوي٬ حکومت به د اوږدې مودې ټېرف پاليسي وركوي٬ دغسې چې نجي څانګې ته د ټېرف په بدلولو كښې د رامخې ته شوېو ستونزو څخه بچ كړې شي ٬ د نوې ټېرف پاليسۍ په هدف كښې د رېونيو زياتولو په ځائ به صنعتكارۍ ته وده وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه عبدالرزاق داٶد په اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري كښې سوداګرې ورورولۍ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د تېرو حكومتونو د غلطو پاليسو له امله لس كالو كښې د پاكستان صنعتي څانګه ستونزو سره مخ وه خو اوسنې حكومت هېواد كښې د صنعتي څانګې ودې لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي دغسې چې هېواد د كوټلې پرمختګ په لاره روان كړې شي۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل پاکستان برآمداتو لپاره په ټېكسټائل زيات انحصار كوي چې په نړيوال ماركيټ كښې ئې برخه كمېږي٬ اوسني حكومت د انډسټريل پاليسۍ مسوده جوړه كړې ده او په نوې پاليسۍ كښې د ټېكسټائل نه علاوه انجینئرنګ، کېمیکل، انفارمېشن ټېکنالوجي او د زراعت پشمول د نورو صنعتونو ودې ته به پاملرنه كولې شي دغسې چې دا صنعتونه برآمدات زياتولو كښې فعاله كردار ولوبوي۔ ده ووئيل حكومت د برآمداتو كچه د 50 اربه نه زياتولو سره 150 اربه ته رسول غواړي۔ ده ووئيل حكومت د افريقې پشمول نورو هېوادونو ته موټر سائيكل ٬ فرېج د ايئر كنډيشنز پشمول نور مصنوعات برآمد كول غواړي كومو څخه چې برآمدات ښه كېدې شي۔ ده ووئيل حکومت به د معیشت بهترۍ او د صنعتي څانګې پرمكتګ لپاره په جنوري كال 2019 كښې په وړاندې كېدونكي مني بجټ كښې ټېرف ډهانچے او په كسټم ډيوټۍ نظرثاني كوي۔ ده ووئيل حکومت به د اوږدې مودې ټېرف پاليسي وركوي٬ دغسې چې نجي څانګې ته د ټېرف په بدلولو كښې د رامخې ته شوېو ستونزو څخه بچ كړې شي ٬ د نوې ټېرف پاليسۍ په هدف كښې د رېونيو زياتولو په ځائ به صنعتكارۍ ته وده وركول وي۔

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں