د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړو په تېر وخت كښې د برېښنا په پروژو اندېښنه څرګنده كړه

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د توان ډويژن لخوا د پارليمان پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته وئېلي شوي د 2008 نه تر 2018 په سسټم كښې د 16040 مېګاواټ اضافي برېښنا نه پس د هېواد د برېښنا پیداواري صلاحيت 33 زره مېګاواټ ته رسېدلې٬تر جون 2019 به زمونږ ټرانسمېشن سسټم د 25 زره مېګاواټه لوډ پورته كولو جوګه شي٬ د پارليمان د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړو په تېر وخت كښې په برېښنا پروژو اندېښنه څرګنده كړی او وئېلې يې دي ٬د دې پروژو په ځاې كه د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو پروژو ته پام لرنه شوې وه نو په خېبرپښتونخوا كښې 15 يا 16 واړه بندونه جوړېدې شول۔د پي اے سي غونډه د نهې په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې د پي اے سي چيئرمېن ميا شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پي اے سي غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د توان ډويژن سېكتر عرفان علي بريفنګ وركولو سره ووئيل پاكستان پھ دې وخت كښې د 33 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري چې د كوم فيډر نه غلا ختمه شي هلته لوډشېډنګ ختمولې شي۔د غونډې په مهال سناتور شبلي فراز ووئيل په ساهيوال كښې د كول پارو پلانټ لګولو په ځاې په تهر كښې پلانټ لګولې كېدې شو او دې سره به د وړلو راوړولو اخراجات بچت شوي وو٬قابل تجديد توان د پاكستان پشمول ډ ټولې نړۍ سباؤن دے ٬په دې پروژو د كار بندولو پريكړه ولې شوې ده ۔د راجه پروېز اشرف په اعتراض د پي اے سي چيئرمېن شهباز شريف ووئيل بايد وزارت مكمل تياري سره بريفنګ وركړي۔پي اے سي د پاور ډويژن څخه د نوي بجلي ګهرو پھ جوړېدو كښې د تاخير او په رينټل پاور پروژه تفصيلي بريفنګ هم اوغوښتو۔

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں