تحریك انصاف او مسلم لیګ (ق) كښې د اختلاف خبرې بې بنسټه دي

image

اسلام آباد 21 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم الحق د مخالفې ډلې د اړخه په ميډيا خپور شوې هغه ټولې ډنډورې رد كړې په كومو كښې چې د حكمران ګوند پاكستان تحریك انصاف او اتحادی ګوند پاكستان مسلم لیګ (ق) كښې د اختلاف خبرې كېږي۔ د ګل په ورځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا ډول خبرې هڅې ډنډورې دي كومې چې حقیقت نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان په هدایت زه به نن د نهې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ سپیكر چوهدری پرویز الٰهی، د پاكستان مسلم لیګ (ق) صدر چوهدری شجاعت حسېن او (ق) لیګ لارښود چوہدری مونس الٰهی سره ملاقات كوم۔ ده ووئيل كه اتحادی ګوند كوم تحفظات لري نو پھ دغې ملاقات كښی به په هغې خبره وكړې شي او داسې كومه مسئله نشته كومه چې حل كيدې نشي۔ ده ووئيل حكومت د نظام چلولو لپاره خپلې هڅې كوي۔ ده ووئيل حكومت څخه په 5 مياشتو كښې د ټولو مسئلو حل كولو هيله سمه نه ده

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں