ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

image

ملګري ملتونه ۔ 31 جنوری(اے پی پی)پاکستان د ملګرو ملتنو سلامتي كونسل مستقلو غړو شمېره زياتولو كښې د خوښي لرونكو ځينې هېوادونو په رويه ټكونه كړي دي كوم چې د 15 كسيزه ادارې مقاصدو كښې په ناكامه كېدو د تنظيم سازۍ لپاره روان عمل ځنډ سره مخ كول غواړي۔ دوئي بايد خپل كردار ته بيا كتنه وكړي كوم چې د ځنډ ذمه وار دي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي په بېن الحكومتي بحث كښې ووئيل مونږ دا ګڼو چې بنيادي مسئله د ځينې هېوادونو مستقلو چوكو ترلاسه كولو كښې خوښي لرل دي۔ د آئي جي اېن مقصد سلامتي كونسل لا فعاله او ذمه وار جوړول دي۔ مليحه لودھي د ګروپ آف 4 كوم كښې چې برازیل ، هند ، المان او جاپان شامل دې ٬ لخوا د كونسل اصلاحاتو په اړه د كوم پېشرفت په نه كېدو خپل غبرګون څرګندولو سره ووئيل مونږ له د ځينې هېوادونو لپاره بحث كښې شوي پېش رفت ته زيان رسول نه دي پكار۔۔ دې ووئيل سلامتي كونسل كښې اصلاحاتو لپاره بشپړه مذاكرات د كال 2009 فروري مياشت كښې پېل شوي وو او په دې اړه د غړو هېوادونو ترمينځه اختلاف شته ۔ دې ووئېل په دغه اصلاحاتو كښې 5 اړخونه شامل دي كومو كښې چې د غړيتوب کټېګیریز ، د وېټو معامله ٬ سيمه ايزه نمائندګي ٬ د سلامتي كونسل حجم ٬ د حجم كونسل تږلاره او عمومي اسمبلۍ سره د اړيكې شامل دي۔ دې ووئېل د پاكستان او اطاليا په مشرۍ كښې د متحده مفاهمتي ګروپ (يو اېف سي) دريځ دے چې د غړو شمېرې سره به سلامتي كونسل غېر موثره شي او د دې بنيادي جمهوري اصولو ته به زيان ورسي۔ دې ووئيل د غړو هېوادونو ذمه واري ده چې سلامتي كونسل لا ذمه واره ٬ جمهوري ٬ فعال ٬ سپېځلې او ځواب وركوؤنكے جوړ كړي۔ او دې سره سره دې ملګري ملتونه د سباؤن چېلنجونو مقابلې جوګه كړي

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں