د خارجه وزير شاه محمود قريشي مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 02 فرروي (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې مونږ د صوبو اختيارات پرون هم منل او نن ئې هم منو٬ د صوبو آئيني حقونو ته هېڅ خطر نشته٬ مونږ د هندوستان په كورنيو معاملو كښې د مداخلې هېڅ اراده نه لرو٬ هغه دې خپلې معاملې په پاكستان نه اچوي٬ مونږ د كشمير مسئلې په اړه مېرواعظ عمر فاروق سره تماس نيولې٬ په دې كښې كومه داسې خبره نشته٬ كشمير يوه حل غوښتونكې مسئله ده٬ د برتانيې د دارلعوام د ټول ګونديزې ډلې لخوا په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظلمونو په ضد په نړيوال كنفرنس كښې به د پاكستان دريځ په ښه ډول وړاندې كولو سره د هند اصل څېره نړۍ ته ښايو۔ د خالي په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې په هند كښې چې كوم هم حكومت راشي٬ كه پاكستان سره ټهيك وي نو مونږ به هم ورسره سم چلېږو۔ ده ووئيل چې د پاكستاني اولس د هيلو او د هېواد په ګټه به خارجه پاليسي تشكيل كوو۔ ده ووئيل چې پاكستان د تېرو څو مياشتو په مهال په سفارتي كچه يو شمېر كاميابې ترلاسه كړې دي۔ دا سفارتي كاميابي ده ٬ كومو خلقو به چې د پاكستان خبره نه اورېده٬ هغوي اوس مونږ سره د ليدنې خواهش لري۔ ده ووئيل چې سعودي سره زمونږ په اړيكو كښې بهتري راغلې٬ د فرورې په 19مه نېټه د سعودي ولي عهد پاكستان ته راځي چې پكښې به هغه د لويې سرمايه كارې اعلان كوي۔ ده ووئيل چې مونږ د صوبو اختيارات پرون هم منل ا و نن ئې هم منو٬ د صوبو آئيني حقونو ته هېڅ خطر نشته٬ مونږ د هندوستان په كورنيو معاملو كښې د مداخلې هېڅ اراده نه لرو٬ هغه دې خپلې معاملې په پاكستان نه اچوي٬ مونږ د كشمير مسئلې په اړه مېرواعظ عمر فاروق سره تماس نيولې٬ په دې كښې كومه داسې خبره نشته٬ كشمير يوه حل غوښتونكې مسئله ده٬ برتانيې د دارلعوام د ټول ګونديزه ډلې لخوا په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظلمونو په ضد په نړيوال كنفرنس كښې به د پاكستان دريځ په ښه ډول وړاندې كولو سره د هند اصل څېره نړۍ ته ښايو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں