د نورو مذهبونو په مقدسو ځايونو به د تعليم ٬صحت او د خېرښګړې نور خدمات باوري كولې شي

image
APP37-16 ISLAMABAD: November 16 - Federal Minister for Religious Affairs Pir Noor-Ul-Haq Qadri delivering press briefing regarding the celebration of Eid Melaad un Nabi(PBUH) at his office. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نور الحق قادري وئيلي دي د نورو مذهبونو په مقدسو ځايونو به د تعليم ٬صحت او د خېرښګړې نور خدمات باوري كولې شي ٬ د وزیراعظم وژن له مخې به د متروكه وقف املاك بورډ تنظيم نو كولې شي۔ دا خبرې وفاقي وزير هندو٬ سكه او مسيحي اقليتي ورورولۍ پلاوي سره په خبرو كښې وكړه ۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير ميا مشتاق احمد ٬ د مذهبي چارو او همغږۍ دوهم سېكتر طاهر احسان، د متروکه املاك بورډ سېكتر طارق وزیر، د اقليتي ورورولۍ پارلماني غړي او نور چارواكي هم موجود وو۔ ده ووئيل وزیراعظم پاکستان كښې د مذهبي سېلګرۍ ودې او پاكستان كښې د اقليتي ورورولۍ خېرښګړې لپاره ډېر كار كول غواړي٬ ګرد هېواد كښې بېلا بېلو مذهبي ځايونو حفاظت د دوي بيا رغونه ٬ د ځائي غېر مسلمه آبادۍ او نورو زائرينو ته سماجي خدمات باوري كول د وزيراعظم په ترجيحاتو كښې شامل دي ۔ په دې موقع د اقلیتي ورورولۍ مشرانو د مشاورتي غونډې هركلي كولو سره ووئيل ھغوي د وزیراعظم عمران خان د وژن بشپړ ملاتړ كوي ۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں