پاکستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري

image

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي پاکستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري٬ اېف بي آر ٬ نادرا او د نورو اړوندو ادارو ترمېنځه روابط قوي كولو سره به ټېكس محصولاتو ته لا وده وركولې شي٬ برآمدي څانګې ته د آسانيو اثرات رامخې ته كېدل پېل شوې٬ د بې نومه ټرانزېكشن لاره نيولو لپاره قانون په كال 2017 كښې جوړ شوې ٶ خو د دغې د نفاذ قواعد نه وٶ جوړ شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ليډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اسد عمر ووئيل د ټولو ډېټا هاٶسز اېف بي آر ٬ نادرا او د نورو اړوندو ادارو ترمېنځه روابط قوي كولو سره به ټېكس محصولاتو ته لا وده وركولې شي۔ ده ووئيل برآمدي څانګې ته د آسانيو اثرات رامخې ته كېدل پېل شوې۔ ده ووئيل د بې نومه ټرانزېكشن لاره نيولو لپاره قانون په كال 2017 كښې جوړ شوې ٶ خو د دغې د نفاذ قواعد نه وٶ جوړ په كومه ورځ چې دا قانون جوړ شوې هم د ھغې ورځې نه نافذ العمل دے۔ اسد عمر ووئيل آئي اېم اېف سره د خبرو اترو نتيجې به ډېرې زر رامخې ته شي۔ ده ووئيل چين سره به د برآمداتو آسانۍ لپاره لوظنامه زر وكړې شي٬ د اېف بی آر، نادرا او پرال ترمېنځه د ټېكنالوجي په بنياد د ټېكس غلا مخنيوي لپاره هڅې روانې دي۔ د نادرا چیئرمېن ته د پرال څانګه هم وركړې شوې ٬ دې اقدام سره به د ټېكس غلا مخنيوي له مرسته ترلاسه شي۔ وفاقې وزير ووئيل د سېلز ټېكس او ټرن اوور سره سره د انكم ټېكس ترمېنځه هم د ټېكنالوجي په بنياد تجزيه كارۍ ته استحكام وركړې كېږي٬ دې اقداماتو سره به پاكستان كښې د ټېكس غلا لاره ونيولې شي۔ د ټېكسټائل څانګه ته د بانك قرض د 1.5 اربه نه نور زياتوٶ۔ ده ووئيل دې قرض سره به د ټېكسټائل برآمدات باوري كړې شي او د څانګې د برآمداتو معيار به هم باوري شي۔ اسد عمر ووئېل د بانك قرض به جديد لومز اخستو كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ حكومت د معيشت بهترۍ لپاره ډهانچه جاتي اصلاحات كوي او د دې اصلاحاتو په سوب به د هېواد برآمدات زيات او درآمد كښې كمې راشي او ورسره به هېواد د پرمختګ پلو روان شي۔ ده ووئيل حكومت به په هر صورت كښې ھغه خلقو څخه ټېكس اخلي كوم چې ئې استعداد لري۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د دانشمندانه پاليسو له امله د هېواد معيشت د پرمختګ په لور روان دے٬ د درآمداتو بهترۍ پشمول موجده زيان كولو له اقدامات شوې

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں