د خارجه دفتر وياند ډاكتر محمد فېصل هيرټېج ډپلوميسي په اړه سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د سېلګرۍ په خاص توګه مذهبي سېلګرۍ ته ودې وركولو لپاره هر ډول اقدامات كوي۔د نهې په ورځ د تهنك ټينك ريجنل رپورټ سيوري لاندې د مذهبي امن لپاره د هيرټېج ډپلوميسي په اړه سېمينار ته خطاب كولو په مهال ډاكټر محمد فيصل ووئيل په پاكستان كښې د ځينو مذهبونو ډېر مقدس ځايونه شته كوم چې د غېر ملكي سېلګرو راغب كولو ګنجائش لري۔ده ووئيل پاكستان تل د مذهبي سېلګرۍ هركلے كړې او غېر ملكي سېلګرو ته ئې آسانۍ هم وركړی۔ده ووئيل موجوده حكومت په هېواد كښې د سېلګرۍ په خاص توګه مذهبي سېلګرۍ ته ودې وركولو لپاره هر ډول اقدامات كوي٬د سېلګرۍ په اړه د پرمختګ ګنجائش شته د كومو تر مخه چې حكومت ګڼ شمېر اقدامات كړې چې پكښې د ويزې نظام كښې آسانۍ او د سېلګرۍ انفراسټركچر پرمختګ هم شامل دے۔ده ووئيل كرتار پور راهداري پرانستل٬مهم سنګ ميل دے د كوم چې په سوئېلي آسيا تاريخ كښې مثال نه موندلې كېږي۔ده ووئيل دې پراجېكټ ته به ډېر زر عملي شكل وركړې شي چې ورسره به زائرين دې مقدس مقام لپاره راتللې شي۔په دې موقع د پي اېن سي اے ډائرېكټر جنرل جمال شاه په هېواد كښې د كلتور ورثې په اهميت پريزينټېشن وركړو۔ده ووئيل كلتوري ورثه شعور رابېداول او د امن په وده كښې مهم كردار ادا كوي۔په دې موقع سنټر فار كلچر اينډ ډوېلپمنټ ايګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر نديم عمر د كلتورې ورثې په اړه په بېلو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔(

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں