برسلز كښې پاكستان د سېلګرۍ ودې لپاره د سېلګرو معلوماتو له انفارمېشن كارنر جوړ كړو

image

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی) برسلز كښې د پاكستان سفارت د نهې په ورځ پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د سېلګرو معلوماتو له انفارمېشن كارنر جوړ كړې دې ۔د برسلز څخه ترلاسه شوي بيان له مخې د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري د معلوماتي كارنر پرانسته وكړه۔په دې موقع ډاكټر شيريں مزارې د سېلګرۍ په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل سېلګري د كوم هم هېواد پھ معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي او ځوانانو له د روزګار وركولو له هم مرستياله ګرځي۔دې ووئيل حكومت د سېلګرۍ ودې سره سره په ويزه پالېسۍ كښې هم آساني پېدا كوي او شمالي سيمو ته د تللو لپاره بندېز ختم كړی شوې چرته به چې تللو لپاره باضابطه منظورۍ ته اړتيا وه۔ دې پھ برسلز كښې د پاكستان سفارت د سېلګرۍ ودې په اړه اقدامات هم وستائېل۔په پرانسته دستوره كښې د بېلجئيم او اروپاﺀ څخه راغلې ګڼ شمېر كسانو نه علاوه ټورز آپرېټرز د مېډيا نمائندګانو ٬د اروپائي ائتلاف چارواكو هم ګډون وكړو۔انفارمېشن كارنر كښې د سېلګرو خوښي لرلو په اړه د پاكستان كتاب هم اېښودلې شوې ؤ

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں