د ذوالفقار بخاري په مشرۍ كښې د قامي سېلګرۍ بورډ غونډه

image

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د سېلګرۍ قامي بورډ د فلمونو د لارې د سېلګرۍ د ودې په خاطر فلمونو له ځايونه خاص كولو ته سلا شوې ده۔ د بورډ دوېمه غونډه د وزيراعظم سمندر پورې پاكستانيانو لپاره خاص مرستيال ذوالفقار بخاري په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د صوبو لخوا لوړ پورو چارواكو د بورډ غړو ته بريفنګ وركړٶ۔ صوبائي وزيرانو د سېلګرۍ بورډ چيئرمېن ذوالفقار بخاري د خپلو صوبائي پاليسو پحقله خبر كړو٬ د سېلګرۍ نوې ځايونه په ګوته كول ٬ ون يونټس او د پرائيوټ څانګې لخوا په سرمايه كارۍ بريفنګ وركړې شو۔ پنجاب، خېبرپښتونخوا، بلوچستان او د ګلګت بلتستان چارواكو كلتوري ٬ مذهبي او مهمونو سېلګر پحقله بورډ خبر كړو۔ په دې موقع بورډ د فلمونو د لارې د سېلګرۍ د ودې په خاطر فلمونو له ځايونه خاص كولو ته سلا وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ذوالفقار بخاري ووئيل د سېلګرۍ ودې لپاره د صوبو پاليسۍ واضح شوې دي ٬ وفاق به صوبو ته په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته وركوي٬ صوبو سره به په ګډه د سېلګرۍ ودې لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل كلتوري ٬ مهمونو او مذهبي سېلګرۍ ته به د جلا جلا څانګو په توګه كتل وي٬ مونږ هر څه لرو اوس يوازې په صداقت كار كول دي۔ ده ووئيل د صوبو سېلګرۍ لپاره په ګډه كار كول خوشبينه ده ۔ ذوالفقار بخاري ووئيل چې په ګډه كار وكړو نو هېواد به پرمختګ وكړي

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں