د حرم شريف امام شېخ ډاكټر عبدالله غواد الجهني به (نن)فيصل جومات كښې د جمعې خطبه وركوي

image

اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) د حرم شريف امام شېخ ډاكټر عبدالله غواد الجهني به (نن) د جمعې پھ ورځ فيصل جومات كښې د جمعې خطبه وركوي او د جمعې لمونځ امامت به هم كوي۔ تفصيلاتو له مخې د حرم شريف امام به نړيوال اسلامي پوهنتون د سيوري لاندې د اوسني وخت په چېلنجونو د ځوانانو په سرخط سېمينار كښې ګډون كوي كوم به چې دوه بجې پیل كېږي۔د جمعې په لمونځ كښې به ګڼ شمېر ګډون كوي دغسې د ټولنې نامتو شخصيات به هم د جمعې لمونځ او سېمينار كښې ګډون كوي۔د نړيوال اسلامي پوهنتون رېكټر ډاګټر معصور ياسينزئي او ډاكټر احمد يوسف الدرويش د حرم شريف امام ډاكټر عبدالله عواد الجهني په راتګ د خوشحالۍ څرګندونې سره په سېمينار كښې ګډون لپاره د هغه مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں