په پاكستان كښې د چين دوهم چيف آف مشن چاؤلي جيان كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) په پاكستان كښې د چين دوهم چيف آف مشن چاؤلي جيان وئېلي دي د پاكستان او چين ترمينځه د آزاد تجارت لوظ نامه شوې چې له مخې يې چين پاكستان ته 90 فيصده ماركيټ شيئر د معاوضې نه ځانله وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د زلمي فاؤنډېشن سيوري لاندې بي آر آئي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔ده ووئيل د سي پیك په راتلونكي پړاؤ كښې به چين په پاكستان كښې د صنعتي زون پشمول سوشل اكنامك ته خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل چين په پاكستان كښې د برآمدات زياتوالي لپاره خپل ماركيټ پرانيځي ۔ده ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے چا سره چې چين تر ټولو لويه فري ټرېډ لوظ نامه كړی۔ده ووئيل پاكستاني سرمايه كارو له فري ټرېډ لوظ نامې څخه استفاده كول پكار دي۔ده ووئيل د سي پېك سره به د پاكستان معيشت لا ښه شي۔ده ووئيل د سي پیك په ضد ټول سازشونه ناكامه شوي۔ده ووئيل سي پیك منطقې ته د مرستې پليټ فارم وركړی٬د وزيراعظم عمران خان د چين دوره ډېره كاميابه وه۔په سېكټر كښې په نوې پروژو اېم او يوز شوي٬كے پي او بلوچستان كښې پھ زرګونو ووكېشنل ټريننګ سينټر به اپ ګرېډ كولې شي۔ده ووئيل د ټولې نړۍ سرمايه كارو ته به پھ سي پیك كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولې شي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں