د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود خان سره ملاقات وكړو

image

مظفر آباد 25 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير او د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد احمد د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود خان سره تېره ورځ په مظفر آباد ايوان صدر كښې ملاقات وكړو او هغه سره ئې د مقبوضه جمو او كشمير په تازه صورتحال او د هندي حكومت لخوا د مقبوضه كشمير د آئيني حېثيت بدلولو نه پس په پېدا شوي صورتحال خبرې وكړې۔ په دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان حكومت دې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د هندي پوځ په محاصره كښې د كشميريانو د نسل كشې مخ نيوي لپاره سياسي او سفارتي هڅې زياتې كړي۔ په دې موقع شېخ رشيد احمد ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت د كشميري اولس سياسي٬ سفارتي ا و اخلاقي ملاتړ نه علاوه د هندي پوځ د لاسه د كشميريانو د عامې وژنې مخ نيوي لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں