احتساب او كورنيو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر٬د اسلام آباد آئي جي او سينئر پوليس افسرانو د شهيد كانسټيبل محمد اسحاق په جنازه كښې ګډون وكړو

image

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د شهيد كانسټيبل محمد اسحاق د جنازې لمونځ په پوليس لائن هېډ كوارټرز كښې ادا كړی شو۔د جنازې په لمونځ كښې د احتساب او كورنيو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر٬د اسلام آباد آئي جي محمد عامر ذوالفقار خان او د پوليس نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو ۔په دې موقع د اسلام آباد انسپكټر جنرل ووئيل شهيد كانسټيبل د خپل ځان پروا نه كولو سره د تورن نيولو هڅه كړی۔د اسلام آباد پوليس وړاندې هم د وګړو ځان او مال حفاظت لپاره قربانۍ ورړي ۔قاتلان به ډېر زر خپل انجام ته ورسيږي ۔ ده ووئېل د اسلام آباد پوليس هر افسر او ځوان د وګړو د مال او ځان حفاظت لپاره د خپلې وېنې بهيولو لپاره چمتو ولاړ دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں