د اولس مشر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د كرونا وائرس له مخې په جوماتونو كښې د تراويخ كولو په اړه علماﺀ كرامو سره د٢٠ نكاتي اېجنډې عمل درآمد په اړه غونډه

image
APP84-22 ISLAMABAD: April 22 – President Dr Arif Alvi chairing a meeting regarding the implementation of 20 points for Taraweeh and prayers in mosques at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د اولس مشر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د كرونا وائرس له مخې په جوماتونو كښې د تراويخ كولو په اړه علماﺀ كرامو سره د شل نكاتي اېجنډې عمل درآمد په اړه مهمه غونډه د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې په صوبائي واكمنو زور رواړلې شوې چې د علماء کرامو او د ټاكلو نمائندګانو په مرسته دې د ضلعي، تحصيل او كليو په كچه په دې شل نكات عملدرآمد باوري كړې شي۔ په دې موقع اولس مشر د اطلاعات او خپرونو وزارت ته امر وكړو چې ترايخ د پي ټي وي د لارې د نېغ په نېغه د خپرولو اهتمام وكړي، د کرونا نه بچ كېدو لپاره د وضعه كړې لارښونې اصول دې په موثره توګه رامخې ته كړې شي۔٬ په غونده كښې سماجي فاصلې په ځائ ساتلو او په كورونو كښې د تراويح كولو هم تلقين وكړې شو۔ په غونډه كښې داخله وزير اعجاز احمد شاه، د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري، ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاکټر قبله اياز هم ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں