د اپوزيشن د احتجاج په لار كښې به كوم خنډان نه راولاړوو۔ د اجازې مطلب بشپړ اختيار وركول نه دي بلكې د امن صورتحال ته كه زيان رسوي نو قانون به په حركت كښې راځي۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد ميډيا سره خبرې

image

لاہور۔15جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د اپوزيشن د احتجاج په لار كښې به كوم خنډان نه راولاړوو۔ د اجازې مطلب بشپړ اختيار وركول نه دي بلكې د امن صورتحال ته كه زيان رسوي نو قانون به په حركت كښې راځي۔ هغه د جمعې په ورځ د نادرا مركزي سنټر دورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ شېخ رشيد احمد ووئيل پي ډي اېم به استعفی نه وركوي٬ سېنټ او ضمني ټاكنو كښې برخه اخلي۔ د پي ډي اېم مشرتابه نه كومه يره نشته ولې مولانا فضل الرحمن د پنځو اوورز مېچ كول غواړي او پيپلز پارټي ټېسټ مېچ۔ آصف علي زرداري د ګراؤنډ دواړو اړخونو ته لوبېږي۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں