پینډي 16نومبر(اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د شورو په ورځ د كراچۍ دوره وكړه۔د پاك پوځ سرلښكر د كراچۍ په ايكسپو سنټر كښې د آئيډياز 2022 بېلو سټالونو مشاهده وكړه۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر د بحرين٬اټلي٬سري لنكا٬لېبيا٬زمبابوے او يو اے اي پشمول بېلو هېوادونو مندوبينو سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔د دې نه پس د پاك پوځ سرلښكر د ملير ګيريژن دوره وكړه چرته چې هغه د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادر خپور كړو۔د پاك پوځ سرلښكر افسرانو او ځوانانو ته د مخه ښې په وېنا كښې د هغوي پیشه وره مهارت او د فرض ادائيګي وستائېله۔ده د اوسني سېلاب په مهال د خلقو مرستې لپاره د پاك پوځ محنت٬رېسكيو او د مرستې هڅو هم ستائنه وكړه۔د دې څخه وړاندې د كراجۍ كور كمانډر لېفټيننټ جنرل محمد سعيد د پاك پوځ سرلښكر هركلے وكړو