اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی)پاكستان او ايران دوه اړخيزه تجارت لپاره د 5 ارب ډالر هدف ټاكلو سره همكاري زياتولو لپاره پنځه كلنه تجارتي منصوبه تياره كړې۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ايران خپل هم څنګ حسېن امير عبداللهيان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل چې د پنځه كلنې تجارتي مرستې پروژې مقصد د دواړوهېوادون ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كول٬ د آزاد تجارت لوظ نامې ته حتمي شكل وركول او د نجي څانګو ترمينځه اداره جاتي تړون په ځايې كول دي۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل چې ايران سره د ورورولۍ او تاريخي اړيكې لرو٬ايران سره په بېلو څانګو كښې لا مرسته مستحكم كول غواړو٬ دواړه هېوادونه تاريخي سټراټيجيكي اړيكې لري٬ ايراني همڅنګ سره په بېلو معاملاتو ګټورې خبرې اترې شوي دي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت٬معيشت٬توان او آرټ كښې د شريكې مرستې ودې لپاره په ګڼ شمېر وړاندېزونو غور روان دے٬ مونږ د كال 2023 نه تر 2028 شريكې تجارتي لوظ نامې ته حتمي شكل وركړې٬ دې سره به به شريك تجارت تر 5 ارب ډالرو لا زيات شي۔ بلاول بهټو زرداري ووئيل چې زه باور لرم چې نن مونږ كوم اقدامات كوو هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه راتلونكو مياشتو او كلونو كښې د اوږدې مودې پائيدار اقتصادي شراكتدارۍ لپاره تګلاره جوړوي۔ د ملاقات په مهال د دې كال تر آخر د نورو پنځو پوليزو منډيانو فعاله كولو ته د ترجيح په وركول موافقت وكړے شو۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان او ايران د موجوده لوظ نامو له مخې د سزا ترسره كونكو ټولو بنديوانو هېواد ته بېرته راوستلو پرېكړه كړې۔ خارجه وزير ووئيل په پاكستان او ايران كښې د نيولې شويو مهيان نيوؤنكو خوشې كولو او د دواړو هېوادونو لخوا د دوئي د بحري جهازونو په واپسۍ د لګولې شوې جرمانې معاف كولو پرېكړه هم شوې ده۔ ده ووئيل چې دواړه ډلې به دا مفاهمت تندۍ سره عملي كولو له د بنديوانو د فهرستونو تباله كوي۔په ملاقات كښې په جمو كشمير كښې د بشري حقونو په سنګين صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د كشميري اولس د جائز مقصد په مضبوط او مستقل ملاتړ كولو د ايراني مشرتابه مننه وكړه۔ د افغانستان د صورتحال په اړه ډلو د افغان وروڼو او خوئېندو خېرښېګړی او خوشحالۍ ته ودې وركولو لپاره په افغانستان كښې امن او استحكام زياتولو لپاره د خپلې فعاله مرستې په جاري ساتلو اتفاق وكړو۔ ۔خارجه وزير ووئيل چې د ايران همڅنګ سره په ملاقات كښې د اسلامو فوبيا په اړه په رامخې ته شويو چېلنجونو هم خبرې اترې وشوې۔ دوي د اسلامو فوبيا او مسلم مخالفت نفرت مخ نيوي لپاره د همكارۍ په روانه ساتلو موافقت وكړو۔ ايراني خارجه وزير ووئيل چې ګېس پائپ لائن منصوبه د دواړو هېوادونو په ګټه ده۔ ده ووئيل په پوله ماركيټونه جوړولو سره تجارت كښې آسانۍ رامخې ته كېږي۔ ايراني خارجه وزير په دې وروستيو كښې په باجوړ كښې د ترهګر بريد غندنه وكړه او پاكستاني اولس ٬ حكومت او غمجنيو كورنيو سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د كوم هم صورتحال اثر به په ګاونډي هېوادونو پاكستان او ايران پرېوزي له دې كبله دا مذهبي او انساني ذمه واري وه چې د افغانستان د وګړو دې مرسته وكړې شي۔ دواړو لارښودو د پاكستان او ايران ترمينځه په بېلو برخو كښې د تفاهم لوظنامې لاس ليك كړې