نګران خارجه به د غېر وابسته هېوادونو تحريك غونډه او ساؤت سمټ كښې ګډون لپاره د 16 نه تر 22 جنورۍ د يوګنډا په دوره كوي۔د خارجه دفتر

image

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي)نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني به د 16 نه تر 22 جنورۍ كال 2024 د يوګنډا پايه تخت كمپالا په دوره وي چرته به چې هغه د 17 نه تر 20 جنوري 2024 د غېر وابسته هېوادونو تحريك د مشرانو 19مې غونډه او په 21 او 22 جنوري درېم ساؤت سمټ 21 كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د مشرانو غونډه غړو هېوادونو ته نړيوالو ٬سيمه ايزو ٬سياسي او په سماجي اقتصادي مسئلو شريك دريځ باندې د غور كولو او دا رامخې ته كولو موقع وركوي۔د پخواني غړي په توګه پاكستان د غېر وابسته تحريك ايجنډې په جوړولو كښې كردار ادا كړے او د امن او سلامتيا په اړه سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي كښې د “اېن اے اېم”كردار لا قوي كولو لپاره عزم لري۔دغسې پاكستان د ګروپ 77 او چين يو فعاله غړې پاتې شوے او د تل پاتې پرمختګ٬ د غربت خاتمې او ماحولياتي بدلون پشمول د “ګلوبل ساؤت”ترمينځه مرستې ته اعلٰی ترجيح وركوي۔دغسې د دواړو سر مشريزو غونډو په موقع د خارجه وزير د نورو هېوادنو پلاويو او مشرانو سره هم دوه اړخيزه ملاقاتونو كېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں