سعودي عربستان 8 كسانو له د شهريت ورکولو اعلان وکړو

image

مدينه 27 جنوري (اے پي پي) د سعودي د احوال مدينه محكمې وئيلي دي چې نجران او مدينه منوره ريجنز او جده كښې نورو 8 كسانو له د سعودي شهريت وركړې شوي۔د سعودي خبررسنې ادارې اېس پي اے له مخې ام القرٰي سرکاري ګزټ 8 كسانو له د سعودي شهريت وركولو په اړه د كورنيو چارو وزارت جاري کړې شوې قراردادونه جاري كړې دي۔ نجران كښې حسين محمد صالح الحايك اولاد محمدنوره، غصنه او رفعه له د سعودي شهريت وركړې شوې۔د احوال مدينه منوري محکمې وئيلي چې د كورنيو چارو وزارت د قانون شهريت دفعه 14 له مخې رائد فيض اختر محمد محمد عثمان له د سعودي شهريت وركولو پريكړه كړې ده۔جده کمشنري كښې د احوال مدنيه محكمې وئيلي چې د كورنيو چارو وزارت د سيد عبدالحميد محمد مرزوق اولاد بندر، فھد او ساره له د سعودي شهريت وركولو قرارداد جاري کړې دې۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں