اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د آزاد کشمير وزيراعظم چوهدري انوارالحق ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او امن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔محسن نقوي او انوارالحق د كشمير استحصال ورځ په موقع د هند غير قانوني تسلط جموں او کشمير اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔دواړو لارښودو د هند د 5 اګست 2019 غير قانوني اقدام سخته غندنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل آزاد کشمير د پاکستان شه رګ دے۔هند د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي کولو سره آرټيکل 370 او 35 (A) خاتمه کولو سره د کشميريانو بدترين استحصال کړې۔تيرو 5 كلونو راهسې د هند غير قانوني تسلط جموں او کشمير كښې کرفيو او دفعه 144 نافذ ده ٬ 05 كلونو كښې ګڼ شمير بے ګناه کشميريان شهيدان شوې،چې پكښې ماشومان او ميرمني هم شاملي دي۔ده ووئيل نن ټول قام په ښه ډول د كشمير استحصال ورځ لمانځي۔سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلې امن د جموں او کشمير شخړے حل سره تړلې دے۔وزيراعظم آزاد کشمير ووئيل په 5 اګست د نړۍ په وړاندې د هند مکروه مخ په ډاګه شوې۔د هند غير قانوني تسلط جموں او کشمير كښې د نړيوال تنظيمونو پشمول نړيوالې ميډيا داخله ههم ممنوع کړې۔ وخت راغلې چې نړيواله ورورولي ، د ملګري ملتونه او د بشري حقونو تنظيمونه جموں او کشمير كښې روانو نا انصافو او ظلمونو مخنيوې وكړي۔د كورنيو چارو وزير په آزاد کشمير كښې امن لپاره د هر ممکن مرستې باور وركړو۔ده وئويل آزاد کشمير كښې امن لپاره وړاندې هم بشپړه معاونت شوې۔سباؤن كښې به هم مرسته روانه ساتلې شي۔ آزاد کشمير سکيورټي په اړه ضروريات به پورا کولې شي۔ وزير اعظم آزاد کشمير د امن لپاره په مرسته كولو د كورنيو چارو وزير محسن نقوي مننه وكړه