د نړيوالې ټولنې لخوا په مقبوضه كشمير كښې د محاصرې ختمولو د غوښتنې هركلې كوو٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پلټنو لپاره دې په سمدستي توګه انكوائري كميسون جوړ كړے شي۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نړيوالې ټولنې لخوا په مقبوضه كشمير كښې د محاصرې ختمولو د غوښتنې هركلې كوو٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پلټنو لپاره دې په سمدستي توګه انكوائري كميسون جوړ كړے شي۔ د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د مقبوضه كشمير په صورتحال د نړيوالې ټولنې٬ د نړيوالو مشرانو٬ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميسون اندېښنه خوشبينه وګرځوله۔ وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كونسل نه غوښتنه وكړه چې اوس د عمل وخت راغلې٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پلټنو لپاره دې په سمدستي توګه انكوائري كميسون جوړ كړے شي۔ ده ووئيل چې په خپله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل په تېرو دوه راپورونو كښې د داسې تحقيقاتي كميسون جوړولو سپارښت كړے و۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں