اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ لنډ مهاله سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي زمونږ هېواد بلوچستان صوبه بېلو قومونو ٬ قبيلو او رنګ او نسل سره د تعلق لرونكو ګلدسته ده۔ د هېواد او صوبې ځانګړې كلتور ٬ روايات او تهذيب ددې ځائې د وسېدونكو پېژندګلو ده۔ د نړيوال پشتون كلتور ورځې مناسبت سره خپل يو پېغام كښې ده ووئيل ژوندي او شعور لرونكي قومونه د خپلو كلتوري او رواياتي اقدارو او تاريخي ورثې تحفظ كوي او ددې ورځې د لمانځلو مقصد ددغه ټولو رواياتو ٬ كلتور او د ژوند كولو په سپېځلي ډول پوهېدو او ددې تل له د ژوندي ساتلو هڅې كول دي۔ ده ووئيل د صوبې په ادبي تاريخ كښې پښتنو شاعرانو ٬ اديبانو او ليكوالو د صوبې د تهذيبي ٬ كلتوري ٬ تاريخي او روايتي ترجماني ډېر په غوره ډول كړې ده او تل ئې په زغم او ميانه روۍ عمل كولو سره ورورولۍ ته وده وركړې ده۔ قاسم خان سوری ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته په دې ټولو مثبت اصولو د عمل كولو درس راكوي او د تخريبي سوچ نفي كولو سره مونږ د يوې تعميري ټولنې جوړولو پلو بلي