د هواوے په مرسته د پاكستاني زده كوؤنكو پيشه وره تربيې سره به د هيواد آئي ټي برآمدات زيات شي: وزيراعظم شهباز شريف

image
APP23-190724 ISLAMABAD: July 19 - CEO of Huawei Pakistan Mr. Ethan Sun along with a delegation called on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/MAF/FHA

اسلام آباد 19جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د هواوے په مرسته د پاكستاني زده كونكو پيشه وره تربيې سره به د هېواد د آئي ټي برآمدات زيات شي٬ خودكار٬جديد او د تند رفتاره ګورننس نظام نافذولو لپاره د حكومتي ادارو ډيجيټلائزېشن د وخت مهم ضرورت دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د هواوے پاكستان چيف ايګزېكټو افيسر ايتهن سن په مشرۍ كښې څلور كسيزه پلاوي ملاقات وكړو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د چين د اوسنۍ دورې په مهال د هواوے هېډكوارټر ته لاړم چرته چې ګټورې خبرې وشوې٬هواوے سره په بېلو څانګو كښې او په خاص توګه ځوانانو له د انفارمېشن ټېكنالوجي جديد تربيې وركولو لپاره همكاري تر ټولو زياته مهمه ده۔ د هواوے په مرسته به د كال درې لكه پاكستاني زده كوؤنكو له انفارمېشن ټېكنالوجي پېشه وره تربيه وركولې شي چې ورسره به د هېواد د آئي ټي برآمدات زيات شي۔ده ووئيل حكومت نه يوازې مېرمنې بلكې د بلوچستان ځوانان په ترجيحي بنيادونو د دې پروګرام برخه جوړوي٬حكومت هواوے سره د پاكستان ډيجيټل اكانومي كښې كوټلې همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې صلاحيت لرونكي افرادي قوت شته دې سره ډيجيټل اكانومي ته وده وركړې كېدې شي٬خودكار٬جديد او تند رفتاره ګورننس نظام نافذولو لپاره د حكومتي ادارو ډيجيټلائزېشن د وخت مهم ضرورت دې۔پلاوي وزيراعظم ته د پاكستان او هواوے ترمينځه ډيجيټل پاكستان پروګرام لپاره د مرستې لوظ نامې لاندې په روانو پروژو د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې اړه ووئيلې شؤ چې د آئي ټي تربيې لپاره د جديد طرز ميسيو اوپن آن لائن كورسز سسټم جوړ شوے دے كوم به چې د صوبائي حكومتونو په مرسته نافذولې شي۔پلاوي د پاكستان قومي كلاؤډ سټريټېجي سره همغږي لرونكې نېشنل ډيټا سنټر جوړولو لپاره د مرستې وړاندې كولو څخه وزيراعظم خبر كړو چې د دې سينټر جوړولو سره به ښه كلاؤډ سروس وركول باوري شي او په زياته شمېره كښې زرمبادله به بچ كړې شي۔پلاوي ووئيل اسلام آباد سمارټ سټي جوړولو لپاره هواوے د پاكستان حكومت سره شراكتدارۍ كښې خوښي لري۔ د اسلام آباد سمارټ سټي منصوبې ترمخه به د ټرافېك٬صحت او تعليم خذمات نه تر پاركنګ نور سهولتونه په ډيجيټل پليټ فارم ترلاسه شي۔په ملاقات كښې د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسن افضل او اړوند اعلٰی افسران هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں