د وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې د ترهګرو بريد شنډ كوؤنكي شهيد سپاهي ثوبان مړانې ته سلام

image

اسلام آباد 19جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې د ترهه ګرو بريد شنډ كوؤنكي شهيد سپاهي ثوبان مړانې ته سلام كولو سره وئېلي چې سپاهي ثوبان د خپل ځان قرباني وركولو سره ترهګر په خپل ناوړه عزم كښې ناكامه كړي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل سپاهي ثوبان چې د كوم ډول مړانې څرګندونه كړې ده هغه به په تاريخ كښې په زرينو ټكو كښې ليكلي شي۔ ده ووئيل قام د خپل اتل سپاهي ثوبان مړانې ته سلام كوي۔ محسن نقوي ووئيل چې تر كومې د سپاهي ثوبان په څير قامي جذبه لرونكي اتلان سپاهيان موجود وي د دښمن هر ډول ناوړه سازش به ناكامه كېږي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں